
کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د سپینې ماڼۍ ویاندې اعلان وکړ چې په امریکا کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزونه په انفرادي توګه او د محکمو له خوا ترسره کېږي.
د کارولین لیویت په وینا، هغه کډوال، چې د بایډن په دوره کې امریکا ته راغلي، موقتي اقامت لري او دا اقامت به دایمي نه وي.
هغې دا هم وویل چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د مهاجرت قانوني بهیر بېرته رامنځته کړي.
واک ته د ټرمپ له رسیدو وروسته په امریکا کې د کډوالو پر وړاندې په بېلا بېلو برخو کې جدي اقدامات پیل شوي.