خبرونهنړۍ

امریکایي چارواکي: داعش، القاعده او الشباب بیا پر امریکا د برید پلان لري

کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والتز، وايي چې ترهګرې ډلې لکه داعش، القاعده او الشباب پلان لري چې بیا پر امریکا بریدونه وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا خبره د سه‌شنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۲۲مه، له یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر په توګه د ډونالد ټرمپ واک ته له بیا ستنیدو وروسته د ترهګرو ډلو ۷۲ مشران له منځه وړل شوي.

والتز یادونه کړې چې د بایډن ادارې دې ډلو ته ځانګړې پاملرنه نه وه کړې او سرحدونه یې پرانیستي پرېښي وو.

نوموړي روښانه کړې چې ټرمپ تر اوسه ۴۵ هغه امریکايي وګړي خوشې کړي چې د رژیمونو او ډلو له خوا یرغمال شوي وو.

یادونې وړ ده چې د امریکا چارواکو تر دې وړاندې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د القاعدې او داعش د شتون په اړه اندېښنه ښودلې وه.