افغانستانخبرونه

طالبانو په پوځي او ملکي برخو کې د تشکیلاتو کموالی تائید کړ

کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته تائید کړې، چې دوی په پوځي او ملکي برخو کې تشکیلات کم کړي دي.

نوموړي ویلي، دا یو طبیعي ګام دی او په پوځي او ملکي برخو کې کمښت د کار د ښه والي او بیروکراسۍ د مخنیوي په موخه شوی دی.

تر دې وړاندې په رسنیو کې را پورونه ورکول شوي وو، چې دغه ډله په نظامي او ملکي برخه کې په پراخه کچه خپل تشکیلات کموي.