
کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د یاد هېواد چارواکی وایي، په اوکراین د روسیې تازه بریدنو کې ۹ تنه اوکرایني وګړي وژل شوي او دیرش نور ټپیان شوي.
نړيوالو رسنيو راپور ورکړی چې روسيې نن سهار د اوکراين د «مارهنتس» ښار په يوه شرکت کې د کارګرو موټر د بې پايلټه الوتکې په بريد کې په نښه کړی دی.
د راپورونو له مخې، روسيې د اوکراين په ختيځ، سويل او مرکز کې غير پوځي تاسيسات هم په نښه کړي دي.
دا بريد په داسې حال کې ترسره کېږي چې دوه ورځې وړاندې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين اعلان کړی و چې د اوکراين شخړې د پای ته رسیدو په موخه چمتو دی، چې له یاد هېواد سره مستقیمې خبرې وکړي.