
کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د هند امنیتي ادارو نن د درېیو پاکستانیانو انځورونه خپاره کړل چې د کشمیر په وروستي ترهګریز برید کې د لاس لرلو شک پرې کېږي.
چارواکو اعلان کړی چې دا کسان د آصف فوجي، سلیمان شاه او ابو طلحه په نومونو پېژندل کېږي او مستعار نومونه یې موسی، یونس او آصف دي.
ویل کېږي چې دا کسان تر دې وړاندې د پونچ په سیمه کې په ترهګریزو پېښو کې هم ښکېل وو.
په ورته وخت کې د لشکر طیبه اړوند د TRF ډلې، چې د پاکستان د لشکر طیبه یوه څانګه ده، د کشمیر په پاهلګام کې پر سیلانیانو د وژونکي برید مسوولیت منلی دی.
په دغه برید کې نږدې ۳۰ تنه سیلانیان وژل شوي و، چې هند یې د غچ اخیستو ګواښ کړی.