افغانستانخبرونه

کاپیسا کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده

کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

کاپیسا کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت درېمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د کاپیسا ولایت د دریمې امنیتي حوزې اړوند عاشورخیلو سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځوان فهیم نومېده او په یوه خرابه کور کې یې ځان ځړولی دی.

طالبان وایي، په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.