افغانستانخبرونه

طالبان مسکو ته سفیر معرفي کوي

کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ویلي، روسیې منلې چې د دوی سفیر به ومني او په نږدې راتلونکې کې به یاد هېواد د سفیر په کچه یو دیپلومات معرفي کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وکتل.

سرچېنې لیکلي، په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې د دوو اړخیزو اړیکو د کچې پر لوړولو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پر ځینو سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي: «همداراز مولوي امیر خان متقي له فدراسیون مننه وکړه چې په مسکو کې د سفیر په کچه د ا.ا.ا. دیپلومات مني او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره د سفیر په کچه دیپلومات معرفي کړي.»

متقي دغه راز ویلي، مسکو د سفیر په کچه د اسلامي امارت دیپلومات مني او په نږدې راتلونکې به مسکو لپاره د سفیر په کچه دیپلومات معرفي کړي.