افغانستانخبرونه

بدخشان کې یوې پیغلې انجلۍ ځان وژلی

کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

بدخشان کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې یوې پیغلۍ انجلۍ ځان وژلی دی.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه په شغنان ولسوالۍ کې شوې ده.

سرچېنې لیکلي چې یادې انجلۍ د موږک دوا خوړلې او مړه شوې ده.

طالبان ویلي، د پېښې لامل نه دی معلوم او په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کاپیسا ولایت کې هم یوه ځوان ځان وژلی و.