خبرونهنړۍ

د روسیې په بریدونو کې ۷۲ اوکرایني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

روس د اوکرین پر پلازمېنه د مزایلو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې له امله یې ۹ تنه وژل شوي او ۶۳ نور ټپيان شوي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، روسي پوځ د اوکرین پر پلازمېنه کیف باندې د پراخه میزایلو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې په ټپيانو کې ۶ تنه ماشومان هم شامل دي.

د راپور په حواله، روسي پوځ په دې برید کې ۱۱ بېلیستیک میزایل، ۵۵ کروز میزایل توغولي او ۱۴۵ بې پیلوټه الوتکو په وسیله یې هم بریدونه کړي.

د اوکریني چارواکو په وینا، د هوايي ځواک الوتکو د روس له خوا رالېږل شوې ۴۸ میزایلونه او ۶۴ بې‌پیلوټه الوتکې ویشتلي او لمنځه یې وړي.