خبرونهسیمه

د پاهلګام د بریدګر سکیچ چې له بابراعظم سره ورته والی لري

تیره ورځ د هندوستان یوې رسنۍ “انډیا ټوډې” د پاهلګام د بریدګر یو سکیچ خپور کړ چې د پاکستان د ملي کرکټ لوبغاړي بابر اعظم سره ورته والی لري.

دغه سکیچ ژر په ټولنیزو رسنیو کې پراخ شهرت وموند او د خلکو تر منځ یې بحثونه راپارولي وو.

خو نن ورځ د پاکستاني رسنیو له‌خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د پاکستان چارواکو دغه سکیچ جعلي بللی او ویلي یې دي چې دا د واقعیت سره هیڅ تړاو نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دا ډول هڅې د کرکټ لوبغاړو شهرت ته زیان رسوي او د سیاسي هدفونو لپاره کارول کېږي.

پاکستاني چارواکو له هندي رسنیو غوښتي چې له بې‌مسؤلیته راپورونو څخه ډډه وکړي او د باور وړ معلومات خپاره کړي.