
کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، د امریکا د مرستو ځنډېدو له امله اړ کړي چې افغانستان کې خپل ځینې “ژغورونکي خدمتونه” وځنډوي.
د یادې کمېټې په راپور کې راغلي چې افغانستان کې میلیونونه کسان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان د خوړو له نه خوندیتوب او ګڼو ناروغیو سره مخ دي او د امریکا د مرستو ځنډېدو یې ژوند اغېزمن کړی دی.
راپور کې راغلي چې د ژغورونکو پروګرامونو بودیجه داسې مهال کمیږي چې افغانستان کې د بشري اړتیاو کچه ورځ تر بلې لوړیږي.
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې ویلي، د امریکا د مرستو ځنډېدو له امله اړ دي چې افغانستان کې خپل ځینې “ژغورونکي خدمتونه” وځنډوي.
د دې کمېټې د مالوماتو لمخې، افغانستان دا مهال له سخت بشري ناورین سره مخ دی او څه باندې ۲۲.۹ میلیونه وګړي يې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.