
کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، ۹۸ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد شوي او د روانې غویي میاشتې په ۴مه او ۵مه هېواد ته راستانه کړای شوي دي.
د خبرپاڼې لمخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې تر نیول کېدو وروسته له یوې تر څلورو ورځو په بند کې وو.
یاد وزارت لیکلي چې خوشې شوي کسان د مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې وړمه ورځ لسګونه افغان د پاکستان له زنداننو خوشې شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په جبري ډول د افغانان د راستنولو لړۍ پیل کړې او هره ورځ سلګونه کورنۍ راستنیږي.