
( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن په د سالنګونو په ګډون په کندهار، زابل، اروزګان، غور، دایکنډي، بامیان، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدانوردګ، کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ او سرپل ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو احتمال شتون لري.
سرچینې زیاته کړې چې په بېلابېلو سیمو کې د د واورې ورېدو کچه له ۱۰ تر ۳۵ ساتني مترو او د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.