افغانستانخبرونه

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

بغلان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر د دوشي ولسوالۍ په سنګ سراخ سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.