افغانستانخبرونه

حقاني: د راتلونکې غبرګولې میاشتې په اوومه د کانکور ازموینې پيلیږي

کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقی حقاني وایی چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینه به د روان کال د غبرګولي میاشتې په اوومه نېټه پیل شي.

د حقاني په وینا، دغه ازموینه په پینځو پړاوونو کې تنظیم شوې، چې د چنګاښ میاشتې تر ۲۰مې به دوام وکړي.

د طالبانو تر کانټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې زیاته ویلي، چې د کانکور د ازموینې د ښه تنظیم لپاره ټول لازم چمتووالی نیول شوی او د پوهنې وزارت د نصاب پر بنسټ، نوي او معیاري پوښتنې په پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو کې چمتو شوې دي.

طالبان داسې مهال په هېواد کې د ۱۴۰۴ کال د کانکور د ازموینې اعلان کوي‌ چې لا هم د افغان انجونو پروړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي‌ دي.

په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال وروسته، د طالبانو حکومت د نجونو پر تعلیم جدي محدودیتونه لګولي، او د شپږم ټولګي څخه پورته یې د نجونو زده کړې بندې کړې دي. دا بندیز د نړیوالو سازمانونو، د بشر حقونو ډلو، او ګڼو هیوادونو له سختو نیوکو سره مخ شوی.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ښځو د برخې مشرې سیما باهوش غوښتنه کړې وه، چې افغان نجونې باید زر تر زره ښوونځیو ته لاړې شي او د هغوی بنسټیز حقونه باید له ځنډ پرته تامین شي.
ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه ځلونه پر طالبانو ټینګار کړی چې باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، خو تر اوسه د طالبانو له لوري کوم نرمښت نه دی ښودل شوی.