
کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
کاناډا کې یو کس د خلکو په ګڼې ګوڼې موټر ور خیژولی، چې په ترڅ کې ۹ تنه وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي.
د یاد هېواد پولیس وایي، دغه پېښه پرون شپه اته بجې د وانکوور په سیمه کې د فلیلیپینیانو د فیستیوال په ګډونوالو شوې ده.
بریدګر چې خپل موټر یې د فیسټوال پر ګډونوالو ورخيژولی، د پولیسو لخوا له پېښې وروسته نیول شوی.
د بریدګر د هویت په اړه څه ندي ویل شوي، خو ویل کیږي، پېښه کومه ترهګریزه رېښه نلري.