افغانستانخبرونه

افغانستان او ایران سلګونه بندیان تبادله کړل

کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

ایرانۍ رسني وایي، د افغانستان او ایران هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱ بندیانو د تبادلې چارې نن په میلک سرحدي سیمه کې ترسره شوه.

د را پورونو له مخې؛ ۱۹۹ افغان بندیان په یاده سیمه کې طالبانو ته سپارل شوي او دوه ایراني بندیان د طالبانو له لورې ایراني چارواکو ته وسپارل شول.

ویل کیږي، سپارل شوي افغانان د ایران په تهران، اصفهان او ایرانشهر ولایتونو کې بندیان وو.

څه موده وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو تبادله ترسره شوې وه.