خبرونهنړۍ

د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې مو ۵۴ وسله وال مخالفین ووژل

کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان پوځ ویلي، چې له افغانستان سره یې په پوله د وسله والو مخالفینو د نفوذ جوړولو هڅه نکامه کړه.

دوی زیاته کړې، د شمالي وزیرستان په حسنکېل سیمه کې یې ۵۴ هغه وسله وال مخالفین وژلي، چې غوښتل یې په سیمه کې نفوذ وکړي.

دوی وایي، له یادو وسله والو څخه یې په پراخه کچې وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د پاکستان پوځ د دغه هېواد د طالبانو تحریک د ۱۵ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.