خبرونهنړۍ

د اسرائیلو بریدونو کې ۴۰ فلسطیني وګړي وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

پر غزه د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۴۰ فلسطیني وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، اسرائیلو له نن سهار راهیسې د غزې په خان یونس او نورو سیمو هوایي او ځمکني بریدونه کړي، چې له امله یې ۴۰ تنه وژل شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، په دغه بریدونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي، چې په قربانیانو کې میرمنې او ماشومان هم شتون لري.

په ورته مهال غزه کې مرستندویه بنسټونو د سختۍ قهطۍ په اړه خبرداری ورکړی دی او ټینګار یې کړی، چې غزه کې روانه کلابندي باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.