افغانستانخبرونه

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونو له امله ۱۷ کسان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

الجزیرې خبري شبکې د غزې د روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې له نیمې شپې څخه تر دې دمه غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۷ فلسطینیان وژل شوي.

د راپور له مخې، دغه بریدونه د کډوالو په نصیرات پنډغالي، خان یونس، بیت‌لاهیا او د غزې په نورو بېلابېلو برخو کې شوي دي.

د راپور پر اساس تېره ورځ (یکشنبه، د غويي ۷مه) هم د اسرائیلو په بریدونو کې ۵۳ فلسطینیان وژل شوي وو.