
کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په سمنګانو کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې د مرغانو د غیرقانوني ښکار په تور لس کسان نیول شوي دي.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان تېره شپه د دغه ولایت د حضرتسلطان ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلی، له یادو کسانو درې میله د ښکار وسلې او ځینې د ښکار مهمات او یو شمېر مرغان نیول شوي دي.
امنیه قومانداني لیکلي چې نیول شوي کسان د نورو پلټنو لپاره تر څارنې لاندې دي.