
کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
یمني رسنۍ وایي، د دغه هېواد په صعده ښار کې د افریقایي کډوالو په ساتنځي، د امریکا د هوايي برید له امله اته شپیته تنه وژل شوي او ۴۷ نور ټپيان شوي دي.
د یمن المسیره خبري اژانس راپور ورکړی چې تر اوسه د صعده په ساتنځي کې د امریکا د هوايي برید له امله د ۳۰ افریقایي کډوالو مړي موندل شوي او د لټون عملیات لا هم روان دي.
د یادونې وړده، چې امریکا په وروستیو کې په یمن پراخه بریدونه پيل کړي او لامل یې په دغه هېواد کې د حوثي ډلې لمنځه وړل په ګوته کوي.