افغانستانخبرونه

د جمهوري نظام د ولسي‌ جرګې لومړی مرستیال په کینا کې نیول شوی

کابل ټیلیګراف – د غويي  لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال 

ظاهر قدیر ، څو ورځې وړاندې د کینیا د پلازمینې”نایروبي” په یوه هوټل کې نیول شوی.

کینیا د ختیځې افریقا مهم اقتصادي مرکز دی. ددې هېواد اقتصاد پر زراعتي محصولاتو او د سیاحت پر سکتور ولاړ دی.

ځینې سرچینو ویلي:” ظاهر قدیر د “ایمریټس” هوايي شرکت له لارې متحده عرب اماراتو ته سفر درلوده” خو کله چې الوتکه کینیا پلازمېنې” نایروبي” کې ناسته کړې نو د کینیا د هوايي ډګر امنیتي مسولینو د ظاهر قدیر د پاسپورټ تر کتلو وروسته هوټل ته انتقال کړی، ځکه ظاهر قدیر د امریکا د مخدره موادو څارنې ادارې “DEA” ته مطلوب کس دی.

د کینیا د قوانینو له مخې ، کینیا هغه افغان مسافر نیولی شي چې، د کینیا قوانینو او امریکايي ادارو ته مطلوب وي.

د “نایروبي ټایمز” د راپور له مخې یوې امریکايي محکمې د کینیا له چارواکو غوښتي وه چې، ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري.

د کینیا چارواکو د ظاهر قدیر نیول او امریکا ته د هغه سپارل تاييد کړي، خو امریکا لا تراوسه د ظاهر قدیر د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د ظاهر قدیر کورنۍ غړو هم پر ټولنیزو رسنیو لیکلي: «څو ورځې وړاندې حاجي عبدالظاهر قدیر بهرني سفر درلود. له بده مرغه، د هغه د خبرو له مخې چې هماغه شیبه یې موږ ته خبر راکړ، هغه د امریکا د استخباراتي پولیسو له خوا د دوبۍ په هوايي ډګر کې نیول شوی دی. هغه تر اوسه بیا اړیکه نه ده نیولې او ناپدید دی.»