
کابل ټیلیګراف – ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په کېنیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال ظاهر قدیر به امریکا ته وسپاري.
بي بي سي د هغه د وکیل له قوله لیکلي چې دوی به اپیل وکړي چې له محکمې به تر راتلونکو ۱۴ ورځو پورې د هغه د سپارلو د ځنډولو امر وغواړي.
خبریالان وايي ظاهر قدیر د محکمې د پرېکړې اعلانولو پرمهال خواشینی ښکارېده، خو خبرې یې ونه کړې او د محکمې بهیر پای ته ورسېد.
نوموړی وایي، دغه تورونه سیاسي انګیزه لري.
د روانې غویي په دویمه د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر په کینیا کې ونیول شو او امریکا له هغه هېواده وغوښتل چې ور ویې سپاري.
د راپورونو له مخې، د متحده ایالتونو یوې محکمې د روان میلادي کال د مارچ په ۲۵مه د هغه د نیول کېدو حکم صادر کړی و او د متحده ایالتونو له نشهیي توکو سره د مبارزې ادارې یوه ځانګړي مامور د عبدالظاهر قدیر پر وړاندې په محکمه کې یو «جنايي شکایت» ثبت کړی و.