
کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورنو له مخې، هندوستان د ۶۳۰ میلیارده هندي کلدارو په ارزښت له فرانسې سره د یو سیټر او دوه سیټر ډوله الوتکو د اخیستو تړون لاسلیک کړی دی.
د دې تړون له مخې، د فرانسوي کمپنۍ ډاسو ایویېشن لخوا جوړې شوې دا الوتکې به د هند سمندري ځواک د الوتکو وړونکو بېړیو څخه عملیات کوي او د روسي جوړښت مېګ ۲۹ الوتکو ځای به نیسي.
د هند د دفاع وزارت په وینا، په دې تړون کې ۲۲ یو سیټر او ۴ دوه سیټر الوتکې، د پیلوټانو روزنه، سیمیولیټرز، اړوند تجهیزات، وسلې او د فعالیت پر بنسټ لوژستیکي ملاتړ شامل دي.
د تړون له مخې، د هند هوايي ځواک په بیړۍ کې له مخکې موجود ۳۶ رافیل الوتکو لپاره به اضافي تجهیزات هم چمتو شي.
د هند سمندري ځواک د فرانسې وروسته لومړنی ځواک دی چې د رافیل مارین جیټ الوتکې به کاروي.
د هندي رسنیو په وینا، فرانسوي کمپنۍ به دا الوتکې د ۲۰۲۸ څخه تر ۲۰۳۲ کلونو ترمنځ هند ته وسپاري.