خبرونهنړۍ

هندوستان په دغه هېواد کې د پاکستان په ۱۶ مشهورو یوټیوب چینلونو د فعالیت بندیز ولګاوه

کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

هندوستان په دغه هېواد کې د پاکستاني رسنیو او یو شمېر خبریالانو په ۱۶ یوټیوب چینلونو چې په مجموعي ډول ۶۳ میلیونه سبسکرایب لري، د فعالیت بندیز لګولی.

په دغه یویټوب چینلونو کې جیونیوز، ډان نیوز، سما ټي وي، اې آر وای نیوز، بول نیوز، رفتار، سنو او د خبریالانو چینلونه لکه عاصمه شیرازي، ارشاد بهټي، عمر چیمه، منیب فاروق، پاکستان ریفرنس، سما سپورټس، عزیر کرکټ او رضي نامه شامل دي.

تر دې وړاندې هندوستان د پاکستان د حکومت په رسمي ایکس پاڼې هم په دغه هېواد کې د فعالیت بندیز لګولی و.