
کابل ټیلیګراف – ۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
بلخ کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو یو ځوان وژل شوی دی.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال شوې او دغه ځوان د کور په مېلمستون کې وژل شوی.
طالبانو ویلي چې په دې اړه څوک نه دي نیولي خو په اړه یې پلټنې پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د ناامني کچه لوړه شوې ده.
وړمه ورځ د کابل ښار ارزان قیمت په سیمه کې هم یوه مېرمن په مرموز ډول وژل شوې وه.