
کابل ټیلیګراف – ۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې د سويډن د نړۍوالې پراختیا او همکارۍ ادارې له افغانستان ۲،۲ میلیون امریکايي ډالر مرسته وکړه.
د خوړو نړۍوال پروګرام پرون پر خپله اېکسپاڼه له دغو مرستو هر کلی کړی دی.
یاد پروګرام لیکلي چې دغه اندازه پیسې به د خوارځواکۍ د له منځه وړو په موخه ۱۲۵ زره ميندو او ماشومانو ته د ځانګړو خوراکي توکو د وېش برخه کې ولګول شي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، د سوېډن د نړیوالې پراختیا او همکارۍ ادارې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ زېږدیزو کلونو ترمنځ د خوړو له نړۍوال پروګرام سره څه باندې ۳۰ میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان به سختو اقتصادي ستونزو کړیږي او د هېواد په ډیر سیمو کې خلک په سمه ده روغتیایي خدمتونو ته هم لارسی نه لري چې تر ډېره یې ماشومان او مېرمنې د روغتیایي خدمتونو د نشتون قربانیانې دي.