
کابل ټیلیګراف – ۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ډیلي او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په غبرګون کې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وايي، دا هېواد د هند له خوا پر پاکستان د نږدې برید احتمال ډېر لوړ ګڼي.
هغه ویلي، د هند هر ډول اقدام به د پاکستان له غبرګون سره مخ شي او د دې هېواد پوځ په بشپړ چمتوالي کې دی، چې د اړتیا سره سم به د خپل دښمن پر وړاندې له اټومي وسلو کار واخلي.
همدارنګه، د پاکستان د ریلوې وزیر حنیف عباسي ویلي، د دې هېواد نظامي تجهیزات او توغندي د نندارې لپاره نه دي او د پاکستان۱۳۰اټومي خولۍ او بینالقارهيي توغنديو کې هند په نښه شوی دی.
دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ وروسته لومړی اټومي ګواښ دی.
دا پېښه تېره اوونۍ په کشمیر کې د پهلګام په سیمه کې پر یوې ډلې سیلانیانو د برید وروسته رامنځته شوه او د هند حکومت یې مسوولیت پر پاکستان واچاوه، خو اسلاماباد د دې قضيې د روښانتیا لپاره د یوه پلټنې کمېټې د جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له دې کمېټې سره به همکاري کوي.
پاکستان همدارنګه ویلي چې په دې برید کې هیڅ رول نه لري او هند د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ رامنځته کولو لپاره بهانه لټوي.
په عین حال کې، د پاکستان پوځ د خیبرپښتونخوا ایالت د باجور په مهمند سیمه کې پر یوې پوستې د وسلهوال برید خبر ورکړی دی.
ویل کېږي، په دې نښته کې څلور پاکستانی پوځیان ټپیان شوي دي.
د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د دې برید مسوول بلل شوی دی.