
د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې، امریکا د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ د طالبانو یو پخواني قوماندان، نجيب الله، چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ یې په افغانستان او پاکستان کې د یو امریکایي خبریال او دوو افغان وګړو د برمته کولو په جرم تورن وو خپل جرم منلی دی.
نجیب الله مخکې له دې هم اعتراف کړی و چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ یې د امریکایي سرتېرو د وژنې په تړاو له طالبانو سره همکاري کړې وه. د امریکا د عدلیې وزارت په اعلامه کې راغلي چې د نجیب الله تر مشرۍ لاندې طالبانو جنګیالیو په افغانستان کې د امریکایي پوځ پر ضد بریدونه ترسره کول.
دغه وزارت مخکې لیکي چې، نجیب الله یو فرانسوي خبریال ته اعتراف کړی وو چې د فرانسوي او امریکایي سرتېرو پر ضد یې بریدونه کړي دي.
د اف بي آی د نیویارک څانګې مرستیال مشر، کریستوفر جی. رايا، رسنیو ته ویلي: “دغه ترهګریز بریدونه د انسانیت پر وړاندې د بشپړې بې پروايۍ څرګندونه وه، او نجیب الله بلاخره د خپلو کړنو مسؤولیت ومانه.”
۴۹ کلن نجيب الله، چې د طالبانو پخوانی قومندان دی، په ۲۰۲۰ کال کې په اوکراین کې ونیول شو او وروسته د ترهګرۍ اړوندو فدرالي تورونو له امله د امریکا متحده ایالاتو ته وسپارل شو.
هغه د نیول کیدو راهیسې د امریکا په زندان کې دی.
د روان کال د اپریل پر ۲۵مه، نجيب الله د نیویارک ښار په فدرالي محکمه کې د برمته کولو، د ترهګریزو کړنو د مالي ملاتړ او یو شمېر امریکانو پر وژنه کې پرلاس لرلو اعتراف وکړ.
دغه تورونه د ۲۰۰۸ کال د امریکايي خبریال ډېوېډ روهډ او دوو افغان وګړو د تښتونې، او د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۰۹ پورې د امریکايي سرتېرو د وژلو د حملو د تنظيم له امله پرې لګېدلي و.
نوموړي ته د سزا اورو وروستۍ محکمه به د روان کال اکتوبر میاشتې پر ۲۳ نیټه ترسره شي او کیدایشي د عمرقید سزا ورته ورکړل شي.