
کابل ټیلیګراف – ۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
ترکي چارواکي وایي، تېرو دوو کالونو کې دغه هېواد ته د ۲۷۰ زره غیر قانوني کډوالو د ورتګ مخنیوی کړی.
د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې د کډوالو د شمېر په اړه وویل: په ترکیې کې ۴ میلیونه او ۳۳ زره پناهغوښتونکي شته، چې ۲ میلیونه او ۷۶۸ زره یې د موقتي خوندیتوب تر پوښښ لاندې دي.
هغه زیاته کړه، په تېرو دوو کالونو کې د غیر قانوني کډوالو د ورتګ په موخه جدي عملیات او اقدامات ترسره کړي دي.
اردغان وایي، د دې مبارزې په ترڅ کې په تېرو دوو کلونو کې ترکیې ته د ۲۷۰ زره غیرقانوني کډوالو د ننوتلو مخنیوی شوی دی.
د افغانستان، پاکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو وګړي په غیر قانوني ډول د ترکیې له لارې اروپایي هېوادونو ته د تګ هڅې کوي.