افغانستانخبرونه

په فراه کې د ګاز نیونې له امله درې وروڼه مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

فراه ولایت کې درې وروڼه د فاضله اوبو څاه کې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، دغه وروڼو د فاضله اوبو څاه پاکوله، چې ګازو له امله مسموم شوي او مړه شوي دي.

دغه دفتر وایي، دغه پېښه چې د مرکز ګنج سیمه کې رامنځته شوې، یو بل کس چې د دغه وروڼو سره یې کار کاوه، هم په نازک حالات کې دی.