
کابل ټیلیګراف – ۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له افغانستانه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتنه ترسره شوه.
د یاد وزارت معلوماتو له مخې، سږ کال به له افغانستانه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه سفر وکړي او د هر حج ته تلونکي کس لپاره ۲۸۲ زره افغانۍ لګښت په پام کې نیول شوی.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شېخ نور محمد ثاقب په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې نن د کابل له نړیوال هوایي ډګره د سعودي عربستان مدینې منورې ته حج ته تلونکو کسانو د لېږد بهیر پیل شو او په لومړۍ الوتنه کې ۲۳۰ کسان شامل دي.
دی وايي، حج ته د تلونکو کسانو د لېږد بهیر به ۳۲ ورځو کې په ۹۷ الوتنو کې بشپړ شي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په نننیو مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت مسوولین د حج پروسې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
دی وایي، سږکال سعودي عربستان کې حج ته د تلونکو کسانو لپاره ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.