
کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو ویلي، چې دغه هېواد ته د ۳۶ نورو هېوادونو د اتباعو په ورتګ د بندیز غوره کوي.
د را پورونو له مخې؛ په لیست کې شامل هېوادونو ته د نویو معیارونو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره 60 ورځې مهلت ورکول کیږي.
د دې 36 هېوادونو په لیست کې انګولا، کمبوډیا، نایجیریا، یوګانډا، مصر، ګانا، تنزانیا، زامبیا، زمبابوې په ګډون د افریقا، آسیا او کیریبین سیمې ګڼ هېوادونه شامل دي.
امریکا تر دې وړاندې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۲ هېوادونو په وګړو دغه هېواد ته د ورتګ بندیز لګولی.