افغانستانخبرونه

هند خپل پوځ ته له پاکستانه د برید غچ اخیستلو په اړه د عمل ازادي ورکړه

کابل ټیلیګراف ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

کشمیر کې پر سیلانیان له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي خپل پوځ ته د “عمل ازادي” ورکړه، تر څو د یاد برید غچ واخلي.

د راپورونو له مخې، مودي د هند له امنیتي مسولینو سره په یوه پټه غونډه کې اعلان کړی، چې “د کشمیر د وروستي برید د غبرګون څرنګوالي، هدف او وخت په ټاکلو کې د عمل بشپړه ازادي لري.”

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د کشمیر په برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي او د بې‌پرې څېړنو غوښتنه یې کړې ده.