افغانستانخبرونه

اروزګان کې د ۲۰۱ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا یوه پروژه پرانیستل شوه

کابل ټیلیګراف ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند له کجکي بند څخه د روزګان ولایت تر دهراود ولسوالۍ پورې د برېښنا رسونې د هغې لویې پروژې د چارو پرانیسته کړې، چې ۲۰۱ میلیون افغانۍ ارزښت لري.

نوموړي د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید پروژې کولای شي له وارداتي برېښنا څخه د افغانستان اړتیا راکمه کړي او هېواد ځان بسیاینې ته ورسوي.

ملا عبدالغني برادر اخند د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې سره زیاته کړې، چې له ارزانو سرچینو څخه د برېښنا د تولید پروژې د زیانمنو ګازونو د تولید مخه نیسي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، پانګونه ډېروي، د تولید ظرفیت لوړوي، د کار زمینه برابروي او د هېواد اقتصادي ودې ته لاره هواروي.

باید وویل شي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۴۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.