افغانستانخبرونه

تیر کال د افغانستان او هند د سوداګرۍ کچه ۸۹۰ میلیونه ډالر وه

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې له هند سره د سوداګرۍ کچه ۸۹۰ میلیونه ډالره وه.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد پرون سه شنبه رسنیو ته وویل چې د سوداګرۍ په دې کچه کې ۶۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او ۲۶۳ میلیونو په ارزښت واردات شامل دي.

که څه هم معلومه نه ده چې افغانستان له هنده کوم توکي وارد کړي، خو جواد ویلي چې دوی هند ته انځر، اینجه، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام صادر کړي دي.

افغانستان د چابهار او واګې بندرونو او یوه هوایي‌ دهلیز له لارې له هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي او افغان سوداګرو پخوا ویلي، پاکستان له هند سره ټرانزیټ کې ورسره لازمه همکاري نه کوي.