افغانستانخبرونه

طالبانو د راه فردا ټلوېزیون فعالیت بند کړ

کابل ټیلیګراف ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون وایي چې د دغه ټلویزیون فعالیت یې د یادې رسنۍ د کارکوونکو له شکایتونو وروسته بند کړ.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د راه فردا ټلوېزیون د خبریالانو او کارکوونکو پرله‌پسې شکایتونو وروسته هم د څوو میاشتو معاشونه نه دي ورکړي.

طالبانو ویلي چې څو ځلې یې په دې اړه ورته سپارښتنې هم وکړې خو ستونزه یې حل نه کړه او دوی اړ شوی چې د محکمې تر پرېکړې یې فعالیت بند کړي.

راه فردا ټلوېزیون یو خصوصي ټلوېزیون دی چې په ۱۳۸۶ کال کې یې کار پیل کړی دی.

یادې رسنۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.