
کابل ټیلیګراف – ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د سويډن پوليسو ويلي، پرون د دغه هېواد د پلازمېنې نږدې د اوپسالا ښار په مربوطاتو ې درې تنه په ډزو وژل شوي دي.
د محلي رسنيو د راپورونو له مخې، د ډزو د عامل د پېژندلو او نيولو لپاره پراخه عمليات روان دي.
عيني شاهدانو ويلي، شکمن کس د ډزو وروسته د برېښنايي موټر سایکل په مرسته له سيمې تښتېدلی دی.
پوليسو په يوه اعلاميه کې ويلي، وروسته له هغه چې د اوپسالا ښار په مرکز کې د ډزو د غږونو په اړه د خلکو له خوا ګڼ شمېر زنګونه ترلاسه شول، دوی اقدام وکړ.
د پېښې له ځايه خپرو شويو انځورونو د «شالوم» په نوم د وېښتانو جوړولو یوې سقاوې مخې ته د پوليسو شتون ښيي.
پوليسو پراخه سيمه کلابنده کړې او رسمي تحقيقات يې پيل کړي دي.