افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د یوې کورنۍ اته کسان ټپیان شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي چې په دغه ولایت کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د یوې کورنۍ اته غړي ټپیان شوي دي.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ په بټي کوټ ولسوالۍ اړوند په ډاګي سیمه کې شوې ده.

طالبانو ویلي چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان ټپیان شوي دي.