
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په افغانستان کې د ازادو رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ازادو او خپلواکو رسنیو د پرلهپسې کمزوري کېدو یو ثابت او دوامدار بهیر روان دی.
په اعلامیه کې راغلي چې رسنیو ته پر مخامخ ننګونو، له محدودیتونو نیولې تر اقتصادي او مالي ستونزو پورې، د وګړو لاسرسی د مهمو معلوماتو ترلاسه کولو ته په جدي توګه له ګواښ سره مخ کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا، ویلي چې رسنۍ د یوې پوهاوي او متحرکې ټولنې بنسټ جوړوي او د دوی له رول څخه باید ساتنه وشي.
هغې ټینګار کړی چې د متنوع او سالم رسنیز چاپېریال شتون د روڼتیا، عامه باور او ښې حکومتوالۍ د تامین لپاره اړین دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوال شاخص کې، چې د بې پولو خبریالانو سازمان لخوا خپور شوی، د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م مقام لري.