افغانستانخبرونه

طالبانو غزني کې د ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه د وېښتانو کاروبار په جرم نیولي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د هېواد د لویو لارو ساتونکو ځواکونو د کابل – کندهار پر لویه لار ۱۴ تنه د ښځو د سر ویښتانو د کاروبار په جرم نیولي دي.

د خبرپاڼې لمخې، نیول شوي کسان د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

خبرپاڼه کې د ځایي خلکو په حواله راغلي چې له دې کسانو سره ماشومان هم مله وي چې له کورونو غلاوې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر د یو فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د وېښتانو کاروبار جرم دی او له ترسره کوونکو سره به یې قانوني چلند وشي.