
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان د سوداګرۍ وزارت وایي، له پاکستان څخه یې په هر ډول وارداتو بندیز لګولی او هیڅوک نشي کولی، تر دې وروسته له دغه هېواده، هند ته توکې وارد کړي.
د دغه وزات لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، له پاکستان سره مو په هر ډول ازادو او ټرانزیټي وارداتو بندیز لګولی.
دغه وزارت وایي، یاده پرېکړه یې د ملي امنیت او معامه تګلارې په رڼا کې ترسره کړې.
په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر ویلي، که هند په پاکستان د اوبو بندولو لپاره تاسیسات یا بل څه جوړ کړي، دوی به یې ونړوي.
بلخوا یوه پاکستاني لوړ رتبه چارواکي له نوم ښودلو پرته رسنیو ته ویلي، چې دوی اوس هم باوري دي، چې هند پر پاکستان نظامي برید کوي.