افغانستانخبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان د افغان کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنه ښودلې

 کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر د افغان کډوالو پر جبري ایستلو او له هغوی سره پر ناسم چلند اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه سازمان به د کډوالو لپاره د مرستو په راجلبولو کې هڅه وکړي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر محمدسعید العیاش سره وکتل.

سرچینې ویلي، په دې ناسته کې له افغان کډوالو سره د مرستو او د یو شمېر ټولګټو پروژو په اړه خبرې وشوې.

په یاده لیدنه کې محمدسعید العیاش ویلي چې له کډوالو سره ناسم چلند او د هغوی اجباري ایستلو د اسلامي همکاریو سازمان اندېښمن کړی دی.

هغه زیاته کړې، د اسلامي همکاریو سازمان کډوالو ته د مرستو راجلبولو برخه کې کار کوي او هیله یې څرګنده کړې چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغان کډوالو لاسنیوي ته ځانګړی پام وکړي.

د نوموړي په خبره، د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره په همغږۍ او د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د سیمه‌ییزې ادارې او خلکو په غوښتنه د یوه لوی جامع جومات جوړولو ته مالي امکانات لټوي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د یاد سازمان له همکاریو او مرستو مننه وکړه.

هغه له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل او اړیکې خورا ارزښتمنې بللې او یادونه یې کړې چې د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره غوره او مهم بنسټ دی.