
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت او داکي سیمه کې د بلوڅو ازادۍ غوښتونکې ډلې په بېلا بېلو بریدونو کې ۲۲ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي.
د یاد هېواد د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ په دغه پېښو کې د پاکستان د پوځ په ځوابیه برید کې د بلوڅو ازادۍ غوښتونکو ډلې شپږ غړي هم وژل شوي.
په ورته وخت کې د بلوڅو بېلتون پالو ډلې د بلوچستان په کیچ سیمه کې پر یوه بانک حمله کړې او ترې زر میلیونه پاکستانۍ کلدراې وړي.
په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې برید کوونکي پیسې په بوجو کې اچوي او له ځان سره یې وړي.
تر دې وړاندې هم وسله والو ډلو د پاکستان په بېلا بېلو بانکونو بریدونه کړي او لوټلي یې دي.