
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د «د پاکستان او هند په اړیکو کې تاو تریخوالی او پر سیمه یې اغېزې» تر سرلیک لاندې یوه علمي غونډه جوړه کړې.
په دې غونډه کې، چې نن یکشنبه د ۱۴۰۴ کال د غویي په ۱۴مه ترسره شوه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو تاو تریخوالو او پر افغانستان یې د اغېزو په اړه بحث وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو لومړي رئیس نوراحمد نور وویل: «د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د تاو تریخوالي پراخېدل، کولای شي پر افغانستان مستقیم منفي اغېزې ولري.»
دا په داسې حال کې ده، چې نن هند د پاکستان له لورې د افغان توکو واردیدو ته اجازه نه وه ورکړې.
تازه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دوی به له دې وروسته خپل توکې د ایران له لارې هند ته ولیږدوي.