خبرونهنړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته رسیدلی

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو په موخه د ایران بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته رسیدلی.

د پاکستان د جنګ ورځپاڼې لیکلي: د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي اسلام اباد ته رسیدلی، چې د دغه هېواد ولسمشر، لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر سره بېلا بېلې لیدنې ترسره کړي.

د دغه لیدنو پر مهال به د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو او نړیوالو چارو په اړه خبرې اترې ترسره شي.

د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به همدې اوونۍ کې هند ته هم په یوه سفر لاړ شي.

د پاکستان او هند ترمنځ وروسته له هغې اړیکې ترینګلې شوې، کله چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ترهګریز برید وشو او هند یې مسؤلیت پر پاکستان ور واچوه.