افغانستانخبرونه

له کډوالۍ را ستانه شوی افغانان د کاري فرصتونو برابریدو غوښتنه کوي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان او ایران هېوادونو څخه له کډوالۍ را ستانه شوي افغانان په هېواد کې ورته د کاري فرصتونو د زمینې برابریدو غوښټنه کوي.

د سلام وطندار د را پور له مخې؛ تورخم عمري پنډغالي کې د کارموندنې کمیټې مسؤلان وایي، تر دا مهاله ۴۳۱۰ په شرایطو برابر کسانو ورته د کاري فرصت موندلو په موخه ثبت نام کړی.

د دغه کمیټې مسؤل هارون حامد ویلي، چې یادو کسانو ته به د طالبانو حکومت په مناسبو ځایونو کې کاري فرصتونه برابر کړي.

له کډوالۍ را ستانه شوي افغانان وایي،، پاکستان کې یې کاروبار درلود، خو هېواد ته له راستنېدو وروسته اوس بې‌برخلیکه کاري وضعیت سره مخ دي.

دوی غوښتنه کوي چې په مسلکي او تخصصي ځایونو کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، څو له بیا کډوال کېدو څخه خلاص او خپل هېواد کې کار وکړي.

دغه افغانان په داسې حال کې له طالبانو د کار موندنې د فرصتونو د برابریدو غوښتنه کوي، چې تازه طالبانو د بودیجې د ستونزې له امله په حکومتي اداره کې د تشکیل په برخه کې پراخه کموالی راوستی.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، تېره میلادي میاشت کې څه باندې ۱۰۴ زره کسان له پاکستان نه راستانه شوي دي.