
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانوکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۱۰۴ افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شول.
یاد وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې د کندهار سپینبولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر ۱۵ ورځو بندیان وو.
د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شول.
د کډوالو چارو وزارت نه دي ويلي چې دا مهال پاکستان کې څومره افغانان بندیان دي.