افغانستانخبرونه

اوچا تېر میلادي کال د افغانستان لپاره ۷۴ میلیون ډالره مرسته را ټوله کړې وه

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان د بشري مرستو صندوق نوی راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې دغه صندوق په تېر زیږیز کال (۲۰۲۴) کې له بېلابېلو هېوادونو ۷۴ میلیون ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.

راپور زیاته کړې چې د مرستندویه هېوادونو له منځه هالنډ تر نورو زیات مرسته کوونکی دی.

دغه مرستې د کال په څلورو پړاونو کې یاد صندوق ته رسېدلي چې دا د ۲۰۲۳ کال له اټکلي پاتې شونو ۳۷.۶ میلیونه ډالرو سره یوځای حساب شوې دي.